له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه ځای ته ننوځي چې حاجت به یې پکې رفع کاوه، یعنې تشې یا ډکې متیازې به یې کولې، نو په الله تعالی به یې پناه غوښتله تر څو یې د نرانو او ښځینه شیطانانو له شر څخه وساتي. او د: (الخبث والخبائث) تفسیر په شر او پلیتیو هم شوی دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • تشناب یا د حاجت رفع کولو ځای ته د ننوتلو پر مهال دا دعا وېیل مستحب والی.
  • ټول مخلوقات خپل رب ته محتاج دي تر څو یې له هغه څه نه وساتي چې زیان ورته رسوي او یا ورته په چارو کې ضرر رسوي.