له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده او ویلي یې دي چې: «دا دواړه پاکوونکي نه دي».
صحيح دی - الدار قطني روايت کړی دی
نبي صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلی چې څوک د تشو او یا ډکو متیازو پسې ځان د څارویو پر هډوکي، خوشایي او یا یې په وچو فاضله موادو پاک کړي. دا نجاست نه لري کوي، او نه پرې سړی له نجاست څخه پاکېږي.
د حديث له ګټو څخه
د حاجت رفع کولو او استنجاء ځیني آداب بیانول.
په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې د جِنّیاتو د څارویو خواړه دي.
په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې دا خو یا نجس دی او یا خو دا چې په خپله د جِنّیاتو خواړه دي.