رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاکوالي ځینې حکمونه بیان کړل چې له جملې څخه یې ځینې دا دي: لومړی: څوک چې اودس کوي نو باید چې پوزې ته اوبه له تنفس سره کش کړي، او بیا یې بېرته په تنفس کولو سره راوباسي، یعنې سوڼ یې کړي. دویم: که څوک وغواړي چې د حاجت له رفع کولو وروسته له پلیتۍ څخه ځان له اوبو پرته په نورو څېزونو پاک کړي لکه تېږه او داسې نور نو باید چې په تاق عدد سره یې پاک کړي چې تر ټولو کم شمېر یې درې دی او زیات یې دومره دی چې ناپاکي پرې پاکه شي او د اودس ماتي ځای پاک شي. دريم: څوک چې د شپې له خوبه راپاڅيږي نو بايد د اودس کولو لپاره خپل لاس په لوښي کې دننه نه کړي تر دې چې له لوښې څخه د باندې یې درې ځلې ووینځي، ځکه هغه نه پوهیږي چې لاس یې چېرته شپه تېره کړې ده، او هېڅ ډاډ نشته چې لاس به یې له پلیتۍ څخه پاک وي او کېدای شي شیطان پرې لوبې کړي وي او داسې شیان یې ورته راوړي وي چې انسان ته ضرر لري او یا اوبه خرابوي.