نبي ﷺ څرګنده کړه چې کله مسلمان یا مؤمن اودس وکړي او خپل د اوداسه پر مهال خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول واړه ګناهونه چې په سترګو یې کړي وي له توی شويو اوبو اویا اخري څاڅکی سره وځي، اوکله چې لاسونه ووینځي، ټول واړ ګناهونه یې چې لاسونو کسب کړي وي له اوبو او یا له وروستي څاڅکی سره وځي، او کله چې پښې ووینځي، ټول واړه ګناهونه چې په پښو یې کړي وي د اوبو اویا له وروستي څاڅکي سره وځي، تر څو چې د اودس په اخر کې له وړو ګناهونو سپېڅلی راووځي.