رسول الله صلی الله علیه وسلم د مصرف کولو ډولونه تشریح کړل او کله چې د خیرات کولو لارې ډېرې شي نو بیا یې ترتیب ورته ټاکلی دي چې کومې لارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، نو په خورا مهم او بیا مهم یې پیل وکړ. نو ویې ویل چې تر ټولو زیات ثواب لرونکی مال هغه دی چې یو مسلمان یې په هغه چا مصرف کړي چې د هغه نفقه پرې واجب ده لکه: مېرمن او اولادونه. بیا پر هغې سپرلۍ (حیوان) لګښت چې د الله جل جلاله په لار کې د جنګ لپاره چمتو شوی وي. بیا یې په خپلو هغو ملګرو او دوستانو لګښت چې د الله په لار کې مجاهدین وي.