ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي چې یوې غریبې ښځې خپلې دوه لورګانې له ځان سره راوستې او له هغې یې سوال وکړ، نو هغې درې خرماوې ورکړې، ښځې هرې لور ته یوه خرما ورکړه او یوه یې خپلې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، خو لورګانو یې ترې هغه هم وغوښته چې غوښتل یې خپله یې وخوري، نو د هغوی دواړو تر منځه یې دوه نیمه کړه، عائشه رضي الله عنها د ښځې د دې حالت په لیدو حیرانه شوه او د هغې کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه وفرمایل: یقینا چې الله تعالی ورته په هغې خرما سره جنت واجب کړ، او یا دا چې له اور څخه یې پرې ازاده کړه.