کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى او خلکو وليد، نو خواته یې ورچابک شول، له دوی څخه یو تن عبد الله بن سلام یهودی هم و ، نو کله یې چې ولید، پوه شو چې مخ یې د درواغجن سړي نه دی، ځکه چې رڼا، ښکلا، وقار او ریښتینولي پکې له ورایه برېښېده. نو لومړی هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې واورېدل دا و چې خلک یې داسې کارونو ته هڅول چې جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي لکه: لومړی: د سلام ډالۍ خپرول، دا صفت په ډاګه کول او د هر چا پر وړاندې یې زیات کارول که هغه پېژنې او یا نه. دویم: په صدقې، ډالیو او میلمه پالنې سره خواړه ورکول. دریم: له هغه چا سره اړیکې پالل چې د مور او یا پلار له اړخه دې خپلوان وي. څلورم: د شپې لمونځ په داسې حال کې چې خلک ویده وي.