رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې: چا ته چې دوه لوڼې يا خويندې ورپه برخه شي او هغه یې داسې روزنه وکړي چې، لګښت، روزنه، او د خېر لارو ته لارښوونه او له بدیو څخه ځان ژغورنه او داسې نور وروښیي تر دې چې سترې شي، نو د قیامت په ورځ به هغه او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لکه د دې دوو ګوتو په څېر یو ځای وي، او خپله مسواکۍ او منځۍ ګوتې یې سره جوختې کړې.