رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې کورونه دې له لمونځونو څخه فارغ شي، که داسې وشي نو حال به یې د هغې مقبرې په څېر وي چې لمونځ پکې نه کیږي. او په تکراري ډول یې د قبرونو له زيارت او تر څنګه یې له راټولېدو څخه منع فرمایلې ده، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ګرځي. او د ځمکې په هر ځای کې یې پر هغه د سلام او درود ویلو امر کړی دی؛ ځکه چې له نږدې او لرې ځای څخه یو برابر ورته رسيږي، نو لدې امله یې بار بار قبر ته د ورتلو اړتیا نه لیدل کیږي.