رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل چې آیا دوی غواړي د داسې اعمالو لارښوونه ورته وکړي چې د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي، او د پرېښتو له کتابونو څخه پاکیږي او په جنت کې د مرتبو د لوړېدو لامل ګرځي. صحابه کرامو وویل: هو، موږ همدا غواړو. هغه وفرمایل: لومړی: په سختۍ سره اودس کول او بشپړول. لکه سړه هوا، د اوبو کموالی، د بدن درد، او ګرمې اوبه. دویم: ډېر قدمونه وهل – د دوو پښو تر منځه واټن – له کور څخه لرې جوماتونو ته تلل، او دا کار ډېر تکرارول. دریم: د لمانځه د وخت انتظار کول، له هغه سره زړه تړل، لمانځه ته تیاری نیول او په جومات کې د جماعت د ادا کولو انتظار کول، نو کله چی لمونځ ادا کړي، د لمانځه په ځای کې بل لمانځه ته انتظار باسي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کړه چې دا درې کارونه په حقیقت همدا د الله په لار کې وتل دي؛ ځکه چې دا په نفس د شیطان لارې بندوي، خواهشات ماتوي او د وسوسو مخه نیسي، نو په دې توګه د الله ډله د شیطان لښکرو ته ماته ورکړي او همدا تر ټولو لوی جهاد دی، او دا دښمن ته په پولو د ودرېدلو په څېر دي.