explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې د لمانځه د صحت لپاره يو شرط پاكوالى دى، نو څوک چې د لمانځه اراده وکړي اودس دې وكړي كه چېرته یې له اودس ماتوونکو څخه په یو اودس مات شوی وي؛ لکه ډکې او تشې متیازې کول؛ خوب او داسې نور.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د بې اودسه لمونځ نه قبلیږي تر دې چې د لویې بې اودسۍ څخه په غسل او له وړې بې اودسۍ څخه په اودس کولو ځان پاک نه کړي.
  • اودس په خوله کې له اوبو اچولو او بېرته راوېستلو، بیا پوزې ته دننه د اوبو کش کولو، بیا یې بېرته راوېستلو، بیا درې ځلې د مخ وینځلو، بیا له څنګلو سره د دواړو مټو درې ځلې وینځلو، بیا یې د ټول سر یو ځلې مسح کولو او ورپسې له ښنګرو سره د دواړو پښو له وینځلو څخه عبارت دی.