explain-icon

تشریح

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په دې حدیث کې مونږ ته د قبر د عذاب یو لامل راښایي، چې تر ټولو عام دی، هغه له: تشو متیازو (ادرار) څخه د ځان نه ساتل او نه پاکول دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له تشو متیازو څخه په ځان ساتلو او لرې کیدلو ټینګار، تر څو یې ځان او یا کالي پرې ککړ نه شي.
  • په بیړه وینځل او ترې ځان پاکول غوره دی، او له هغه حخه پاکوالی وروسته لدې چې پرې ککړ شي، تر څو د ځان سره پلیتي ونه ګرځوي، او د لمانځه پر مهال یې لرې کول واجب دی.
  • متیازې ناپاکه دي، کله چې بدن، جامو او یا ځای ته ورسیږي ناپاکه کوي یې؛ نو پدې سره لمونځ نه صحیح کیږي؛ ځکه چې د لمانځه له شرطونو څخه یو له نجاست څخه پاکوالی دی.
  • له متیازو څخه ځان نه ساتل له کبیره ګناهونو څخه دی.
  • د قبر د عذاب ثبوت، او دا په قرآن، سنت او اجماع سره ثابت دی.
  • په آخرت کې د بدلې ثبوت، د آخرت لومړی مرحله قبرونه دي، نو قبر: یا د جنت له باغچو څخه یوه باغچه او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده ده.