رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي؛ ځکه چې د الله تعالی خوښه (مشېئت) او اراده یې مطلقه ده، هېڅوک ورسره په کې شریک نه دی. او په عطف کې د (واو) توري له کارولو څخه داسې انګېرل کیږی چې له الله تعالی سره دې بل څوک شریک او برابر وي. بلکې وایي به: څه چې الله وغواړي، بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي، نو پدې سره به د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع وګرځوي چې د (او) پر ځای د (بیا) کلمه وکاروي، ځکه بیا د ورپسې معنا ورکوي.