رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د وروستي تشهد پسې او له سلام ګرځولو څخه مخکې له څلورو شیانو څخه په الله جل جلاله پناه غوښتله او مونږ ته یې امر کړی چې مونږ هم ترې پناه وغواړو، لومړی: د قبر له عذاب څخه. دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه. دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه. څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.