explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلي ده؛ چې انسان پر ځان داسې یو څه واجب کړي چې شریعت پرې نه دی ملزم کړی، او فرمایلي یې دي چې نذر هېڅ شی نه مخکې کوي او نه یې وروسته کوي، بلکې یوازې د هغه بخیل انسان څخه پرې یو څه راوځي چې یوازې ځان پر واجباتو ملزم بولي، او نذر هېڅ داسې کوم کار نه شي کولی چې نذر کوونکي ته مقدر شوی نه وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • نذر روا نه دی، خو که نذر یې وکړ نو باید وفا پرې وکړي، په دې شرط چې ګناه نه وي.
  • په نذر کې علت دا دی چې (کومه ښېګڼه نه زېږوي) ځکه چې د الله تعالی تقدیر نه شي واپس کولی؛ او د دې لپاره چې نذر کوونکی دا ګمان ونه کړي چې د یو څه د لاسته راوړلو لامل یې نذر دی، ځکه الله تعالی له دې څخه غني دی.
  • قرطبي وايي: د دې ممانعت بېلګه دا ده چې ووايي: که الله زما ناروغ ته شفا ورکړه، نو زه به دا (پیسې...) صدقه ورکوم، دا کار لدې امله مکروه دی چې د یو څیز لاسته راوړل یې د خپل غرض د تر لاسه کولو پورې محدود کړل، نو لدې معلومه شوه چې د نذر له ټاکلو څخه یې موخه الله تعالی ته نږدې کېدل نه و، بلکه دا کار یې د بدل په مقابل کې وکړ، د دې خبرې ثبوت دا دی چې که ناروغ یې جوړ نه شي نو ټاکلی نذر نه ورکوي، ځکه چې د هغه د روغتیا پورې یې محدود کړی و، او دا د بخیل انسان حال دی، ځکه چې هغه له بېړنۍ ګټې پرته له خپل مال څخه هېڅ شی نه خیراتوي، مګر دا چې له وېستل شوې برخه ورته زیاته وګټي.