رسول الله صلی الله علیه وسلم په الله تعالی د قسم کولو په اړه خبرداری ورکړی چې که چا قسم وکړ پداسې حال کې چې هغه پوهېده چې پکې دروغجن دی، تر څو پدې قسم سره د بل چا مال تر لاسه کړي؛ نو ژر دی چې د الله تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي چې هغه به پرې غصه وي، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا هغه مهال وکړه، کله چې زما او د یو یهودي تر منځ د یوې ځمکې د ملکیت په سر دعوه وه، نو دواړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پرېکړې لپاره ورغلل، هغه اشعث ته وفرمایل: ته باید ثبوت وړاندې کړې تر څو دې پرې دعوه ثابته کړې، که یې نه شې کولی، نو پرته لدې بله لار نه لرې چې مقابل لوری درته قسم وکړي، نو اشعث وویل: اې د الله رسوله! نو یهودي خو قسم کوي او هېڅ پروا نه ساتي او زما مال به واخلي، همدا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ} بېشکه هغه کسان چې اخلي او بدلوي {بِعَهْدِ اللَّهِ}، د الله تعالی تړون او د امانت په اړه یې مؤمنانو ته سپارښتنې {وَأَيْمَانِهِمْ} او په دروغو سره د هغه په نوم په قسم یادولو سره، تر څو پرې {ثَمَنًا قَلِيلًا} د دنیا له منځه تلونکي ناچیزه څه تر لاسه کړي. {أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ} نو دا هغه خلک دي چې په اخرت کې د دوی لپاره څه برخه نشته {وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ}، او الله تعالی به له دوی سره د دوی په ګټه خبرې ونه کړي، بلکې پرې به غصه وي، {وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ}، او د رحمت او نیکۍ په نظر به ورته ونه ګوري {وَلَا يُزَكِّيهِمْ} او نه به یې په ښې ستاینې او بښنې سره له ګناهونو او چټلیو پاک کړي، {وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ} او شته دی د دوی لپاره دردناک عذاب، د هغه څه له امله چې دوی کړي دي.