ابو موسی الأشعري رضي الله عنه فرمایي چې هغه د خپلې قبیلې له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې له ورتګ څخه موخه دا وه چې هغوی ته د سپرلۍ لپاره اوښان ورکړي او په جهاد کې برخه واخلي، نو هغه علیه الصلاة و السلام قسم وکړ چې ور یې نه کړي او دا چې له هغه سره سپرلۍ نشته تر څو یې ورکړي او پرې سپاره شي. نو دوی بېرته راستانه شول او یو څه وخت (هملته) پاتې شول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته درې اوښان راوستل شول، نو هغه یې دوی ته ورولیږل، نو ځینو یې یو بل ته یې وویل چې: الله به موږ ته په دې اوښانو کې برکت نه اچوي، ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم قسم کړی و چې موږ به نه سپروي (د سپرلۍ لپاره به څه نه راکوي)، نو ورته راغلل او پوښتنه يې ترې وکړه، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا چې تاسو ته سپاره کړي یاست (سپرلۍ یې درته پیدا کړې) هغه الله تعالی دی؛ ځکه هغه هغه ذات دی چې توفیق او روزي ورکوي، او زه چې یم یوازې یو سبب یم چې زما په لاسونو یې تر سره کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه چې یم قسم په الله - إن شاء الله - چې په هیڅ شي قسم نه یادوم چې دا کار به کوم او یا به یې نه کوم، او بیا وروسته راته څرګنده شي چې په کوم څه مې قسم کړی له هغه خیر او غوره دی چې قسم مې پرې نه دی کړی، مګر دا چې هغه څه کوم چې هغه غوره وي او هغه پریږدم چې قسم مې پرې کړی وي او د قسم کفاره ورکوم.