رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله لمونځ پای ته ورساوه نو: (أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله) به یې وییل. بیا به یې په خپلې دې وینا سره د خپل رب لویي بیان کړه: اللَّهمَّ أنتَ السَّلامُ، ومنْكَ السَّلامُ، تباركْتَ ذا الجَلالِ والإكرامِ " نو الله جل جلاله لره د هغه په صفتونو کې سلامتیا ده او هغه د بشپړو صفتونو خاوند دی، له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی، یوازې له هغه پاک ذات څخه د دنیا او آخرت له شرونو څخه سلامتیا غواړې، ځکه په دنیا او آخرت کې د هغه پاک ذات ښېګڼې زیاتې دي، هغه د عظمت او نیکۍ خاوند دی.