عائشه رضي الله عنها وایې چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ویده وم، هغه مې د شپې ونه موند، نو لاسونه مې د کوټې هغه ځای ته ورتېر کړل چې لمونځ به یې پکې کاوه؛ ګورم چې په سجده دی او دواړه قدمونه یې درولي دي او وایې: زه تا وسیله ګرځوم او پر تا پناه غواړم، (برضاك من سخطك)، ستا په رضایت ستا له قهر څخه- پر ما او زما پر امت - پناه غواړم، او زه ستا له عذاب څخه ستا په عفوې او ستا په زیاتې بخښنې سره پناه غواړم. او پناه نیسم پر تا او ستا د جمال په صفتونو چې ستا د جلال له صفتونو څخه دي، ځکه چې پناه یوازې هم ستا څخه غوښتل کېږي، نو نه خو د خلاصي ځای شته او نه د الله څخه د تېښتې پناه ګاه شته پرته له هغه څخه. زه د دې وړتیا نه لرم چې پر تا ستاینې وشمېرم، او له دې عاجز یم چې ستا نعمتونه او احسانونه چې ته یې مستحق یې په شمېر کې راولم، که څه هم هر څومره کوښښ وکړم. لکه څومره چې تا د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو همدا ته هغه ذات یې چې د ځان ستاینه دې هغه ډول کړې لکه څنګه چې ستا د شان سره ښایي، نو څوک دی چې ستا د ثنا حق به ادا کړي؟!