رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه څخه وروسته دا دعا وېله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې: د توحید په کلمې؛ لا ِاله اِلا الله، اقرار او اعتراف کوم، حق عبادت الله تعالی ته ثابتوم، او له هغه پرته یې له نورو څخه نفي کوم، نو له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او پدې اقرار کوونکی یم چې حقیقي او بشپړه پادشاهي یوازې الله لره ده، او الله تعالی د ځمکې او آسمانونو د خلکو د ستاینې مستحق دی، هغه پر هر څه ځواک لري، او هغه څه چې الله تعالی له ورکړې او یا منع کولو څخه مقدر کړي وي، منع کوونکی یې نشته، او د هغه په وړاندې د مالدار مالداري ګټه نه لري، بلکې یوازې نیک عمل ورته ګټه رسوي.