د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله پر نبي صلی الله علیه وسلم {إذا جاء نصر الله والفتح} نازل شو: نو د قرآن د عملي کولو په موخه یې د الله تعالی د امر عملي کولو ته بیړه وکړه، چې فرمايي: {فسبح بحمد ربك واستغفره}. یعنې: د خپل رب پاکې دې له ستاینې سره بیانوه او له ده نه مغفرت غواړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سبحانک» ډېر ویل: یعنې تا لره پاکي ده له هرې هغې نېمګړتیا څخه چې ستا د شان سره نه ښایي، «اللهم ربنا وبحمدك» یعنې ای زموږ ربه، زه ستا د ستاینې سره تسبیح وایم، ستا هغه ډول ډول ستاینه کوم چې ستا د ذات، صفاتو او کړنو د کمال ښایي، «اللهم اغفر لي» یعنې ای الله! ماته بخښنه وکړه، زما ګناهونه لیري کړه او ترې تېر شه.