رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د ذوالحجې په لومړیو لسو ورځو کې نیک اعمال د کال له نورو ټولو ورځو څخه غوره دي. صحابه کرامو رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې لسو ورځو پرته په نورو ورځو کې د جهاد په اړه پوښتنه وکړه، چې آیا جهاد غوره دی که نه؛ پدې لسو ورځو کې نور نېک عملونه غوره دي؟ ځکه هغوی باوري وو چې جهاد تر ټولو غوره عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: پدې ورځو کې نېک عمل په نورو وختونو کې له جهاد څخه غوره دی، پرته له هغه مجاهد څخه چې ځان او مال د الله جل جلاله په لاره کې په خطر کې واچوي ، نو مال له لاسه ورکړي او ساه یې هم د الله جل جلاله په لاره کې وخیږي. نو دا هغه څه دي چې پدې مبارکو ورځو کې له نېک عمل څخه غوره دي.