له زید بن خالد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي". صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی په لاره کې جنګیالي ته د سفر اسباب او د اړتیا وړ توکي چمتو کړي لکه: سلاح، سپرلۍ، خوراک، نفقه او داسې نور؛ نو دا د غازي حکم لري، او د جنګیالیو ثواب ورکول کیږي. او څوک چې د جنګیالي چارې په ښه توګه پر غاړه واخلي او د هغه د نه شتون په وخت کې د هغه د کورنۍ د پالنې دنده تر سره کړي، نو داسې ده لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د خېر په کارونو کې یو له بل سره همکارۍ ته د مسلمانانو هڅونه.
  • ابن حجر رحمه الله فرمايي: په دې حدیث کې دې ته هڅوونه ده چې یو څوک د مسلمانانو سره د ښېګڼې په پار یو کار تر سره کړي، او یا دا چې د هغوی یوه چاره سر ته ورسوي.
  • عمومي قاعده ده چې : یو څوک چې د الله تعالی په اطاعت کې د چا سره مرسته وکړي نو د هغه په څېر اجر ورکول کیږي، پرته لدې چې د هغه له اجر څخه کوم څه کم شي.