له سهل بن سعد السَّاعِدِي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اخلاص سره د یوې ورځې لپاره د هغه ځای ساتنه او پېره چې د مسلمانانو او کافرانو ترمنځه دی له دنیا او هر هغه څه څخه غوره دی چې په دنیا کې دي او په جنت کې د هغې قمچیني ځای چې د الله په لار کې پرې جهاد کېږي له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی، او د ورځې له پیل څخه تر غرمې پورې یو ځل د الله په لار کې پیاده کېدل، یا بېګا مهال د ماسپښین نه وروسته تر شپې پورې له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې په دې دنیا کې دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی په لار کې د سرحدونو د ساتنې فضیلت، ځکه چې خطر پکې دی او د الله تعالی د کلمې د لوړوالي او د هغه د دین د بریا له امله تر سره کېږي؛ نو لدې امله یې د یوې ورځې اجر له دنیا څخه غوره دی او هغه څه چې په دې دنیا کې دي.
  • د آخرت په پرتله د دنیا بې ارزښتوالی؛ ځکه په جنت کې د یوې قمچینې ځای له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي.
  • د الله جل جلاله په لار کې د جهاد فضیلت او لوی اجر؛ ځکه چې د الله په لار کې یو ځل سهار مهال یا ماښام مهال وتلو اجر له دنیا او هغه څه څخه غوره دی چې په دې دنیا کې دي.
  • د "في سبيل الله" په وینا کې د اخلاص پر اهمیت دلیل دی او دا چې اجر پرې مرتبېږي.