explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د الله په لار کې د جهاد پر مهال یې پښې ګردجنې شوي وي چې اور به ورته ونه رسېږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • پدې کې هغه مجاهد ته له اور څخه د خلاصون زېری دی چې د الله په لار کې یې جهاد کړی وي.
  • سره له دې چې ګردونه ټول بدن ته رسېږي، خو پښې یې له دې امله په ځانګړې توګه یادې کړې چې په هغه وخت کې ډېری مجاهدین پلي وو، او په هر حال کې به یې پښې په ګردونو کېدې.
  • ابن حجر فرمایلي: کله چې یوازې د ګرد له امله پښې پر اور حرامېږي، نو د هغه چا (به څومره) اجر وي چې زیار یې ویستلی وي او تر خپلې وسې یې ځان ستړی کړی وي.