رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ځان او نورو څخه د هر ډول ضرر او ضرري پدیدې دفع کول واجب دي، نو د هیچا لپاره دا جواز نه لري چې خپل ځان او یا نورو ته زیان ورسوي. او ورته روا ندي چې د ضرر په مقابل کې په ضرر لاس پورې کړي، ځکه چې یو ضرر په بل ضرر سره له منځه نه وړل کیږي مګر دا چې قصاص وي، هغه هم له تیري پرته. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو لپاره د ضرر ګواښونه تشریح کړل چې خلکو ته زیان رسوي او د هغه چا لپاره سختي چې په خلکو باندې سختي کوي.