رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله د لمونځ کوونکي په ګېډه کې څه شی ښکته پورته شي، نو دی پوه نه شي چې آیا څه ترې ووتل که نه ؟ نو د دې لپاره چې بیا اودس وکړي لمونځ دي تر هغه پورې نه پرې کوي تر څو له اودس ماتوونکي لامل څخه ډاډمن شي؛ داسې چې یا د باد غږ واوري، یا بوی حس کړي؛ ځکه چې یقیني شی په شک سره نه باطلیږي، پداسې حال کې چې د ده طهارت یقیني دی او اودس ماتېدل یې مشکوک حالت دی.