رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د فضل او رحمت په اړه فرمایي: چې یو مسلمان کله د روغتیا او اقامت پر مهال نېک عمل تر سره کوي او بیا ورته عذر پیدا شي او ناروغ شي نو بیا یې نشي کولای یا دا چې په سفر او یا کوم بل عذر ورڅخه مشغول شي، نو هغه ته پوره اجر لیکل کیږي، هومره چې د روغتیا او اقامت په حالت کې یې کاوه.