ابی بن کعب رضی الله عنه وایي چې له انصارو څخه د یو سړي کور د مسجد نبوي څخه تر ټولو لرې و، حال دا چې هېڅ لمونځ به ترې نه پاتې کېده؛ بلکې هر لمانځه کې به د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره حاضر و، نو ورته وویل شو: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې د ګرمۍ پر مهال پرې سپرېدلی؟ نو هغه وویل: زه نه غواړم چې زما کور دې د جومات څنګ ته وي، ځکه زه غواړم چې الله تعالی جومات ته د لمانځه لپاره زما تلل او بېرته راتلل (ثواب) ولیکي، نو دا خبره یې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه وفرمایل: «الله تعالی دا ټول تاته درکړي دي».