رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د اسلام دین په ټولو چارو کې د آسانتیا او سهولت پر بنسټ ولاړ دی او د ناتوانۍ او اړتیا پر مهال پکې پر آسانۍ ډېر تاکید کیږي، او ځکه چې په دیني چارو کې د ژور تللو او له مهربانۍ څخه د کار نه اخېستلو سزا ناتواني او د نوموړي عمل مکمله او یا یوه برخه پرېښودل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبالغې پرته پر منځمهالتوب ټېنګار وکړ؛ نو بنده به په هغه څه کې نېمګړتیا نه کوي چې امر ورته پرې شوی دی او هغه کار به نه کوي چې وس یې نه لري، که چېرته لدې عاجز و چې ټول عمل په بشپړه توګه تر سره کړي؛ نو بشپړتیا ته دې ورنږدې کړي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بشپړ عمل څخه د ناتوانه انسان لپاره پر دوامداره عمل که څه هم لږ وي د ډیر ثواب زیری ورکړی دی؛ ځکه چې ناتواني د هغه کړنه نده، نو ځکه یې له امله اجر نه کمیږي. او څرنګه چې دا نړۍ په حقیقت کې د سفر او اخروي ژوند ته د لیږد ځای دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې د دوامداره عبادت لپاره دې پدې دریو وختونو هڅه وشي چې د عبادت لپاره ډېر فعال وختونه دي. لومړی: سهار: د ورځې په پیل کې په مزل کولو سره؛ د سهار د لمانځه او لمر راختلو تر منځ. دویم: الروحة: له غرمې وروسته په وخت تېرولو سره. دریم: الدُّلْجة: د شپې د یوې برخې او یا ټولې شپې په تېرولو سره، او ځکه چې د شپې کار کول د ورځې له کار څخه سخت وي، نو د کار په یوې برخې یې امر وکړ او ویې فرمایل چې: الدلجه: یعنې د شپې یوه برخه.