رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې روغ یې پيدا کړی او هډوکي یې ورته داسې پېدا کړی چې هر یو بند یې بندولی او خلاصولی شي، دا صدقه د ټولو نېکونو کارونو په ترسره کولو سره ادا کیږي او د مال ورکولو سره تړاو نه لري لکه: د دوو شخړه کوونکو تر منځ روغه او جوړه کول صدقه ده، او دا چې د یو کمزوري سره په سپرلۍ سپرېدلو کې مرسته وکړې او یا یې ورسره بار کړې، نو دا ستا لپاره صدقه ده، او نېکه وینا صدقه ده لکه: ذکر، دعا، سلام او داسې نور، او هر قدم چې د لمانځه په لور یې اخلې صدقه ده، او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده.