د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور فاطمې رضي الله عنها لاسونه د میچن کولو له امله تڼاکې شوې وې، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غلامان راوستل شول، ورغله تر څو ترې په همدې مریانو کې د یو غلام غوښتنه وکړي چې پر ځای یې د کور کارونه وکړي، خو هغه یې په کور کې ونه موند، او عائشه رضي الله عنها په کور کې وه، نو هغې ئې پدې خبره خبر کړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی؛ عائشې رضي الله عنها د فاطمې په راتګ خبر کړ چې د غلام غوښتنه یې کوله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د فاطمې او علي رضي الله عنهما کور ته په داسې حال کې ورغی چې هغوی دواړه په بستر کې وو او ویده کېدلو ته یې چمتوالی نیوه، نو د دواړو تر منځه کېناست تر دې چې علي رضي الله عنه یې د پښو یخوالی په خپله ګېډه حس کړ او وېې فرمایل: آیا زه تاسو دواړو ته داسې یو څه ونه ښیم چې له خادم غوښتلو درته غوره وي؟ دواړو وویل: هو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د خوب لپاره د شپې خپلو ځایونو ته لاړئ، نو څلوردیرش ځلې تکبیرونه یعنې: الله اکبر، درې دیرش ځلې تسبیح یعنې سبحان الله او درې دیرش ځلې الحمد لله ووایئ؛ نو دا اذکار تاسو دواړو ته له غلام څخه غوره دي