عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله زما او زما د لمانځه تر منځه شیطان مانع ګرځېدلی دی، زه یې په لمانځه کې له خشوع او عاجزۍ څخه منع کړی یم، او قراءت یې راباندې ګډوډ کړی، او په لمانځه کې یې شکي کړی یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا هغه شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، که دا مو وموند او احساس مو کړ، نو الله تعالی دې ملاتړ وګرځوه، او په الله تعالی ترې پناه وغواړه او چپ لوري ته دې د لږو لاړو سره درې ځلې تو کړه، عثمان وویل: هغه څه مې وکړل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې راته امر کړی، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.