explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په سجده کې د لاسونو حالت تشریح کړی دی، چې دواړه ورغوي (لاسونه) به پر ځمکه کېږدې پداسې حال کې چې د لاسونو ګوتې یې ټولې سره یو ځای وي او قبلې لور ته وي، او دواړه څنګلې به له ځمکې پورته کوي چې ورسره ونه لږېږي او له څنګونو به جلا وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • لمونځ کوونکی باید خپل دواړه لاسونه په ځمکه کېږدي او لاسونه د سجدې له اوو غړو څخه دوه دي.
  • له ځمکې څخه د څنګلو پورته کول مستحب دي، او لکه د حیواناتو په څېر غوړول یې مکروه دي.
  • په عبادت کې د فعالیت، ځواک او لیوالتیا ښودل جواز لري.
  • کله چې لمونځ کوونکی د سجدې په ټولو غړو سره سجده وکړي، نو هر غړی به په عبادت کې خپل حق واخلي.