نعمان بن بشیر رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: زما مور، عمرة بنت رواحة رضي الله عنها، د هغه له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما زوی ته له خپل مال څخه یوه برخه (تحفه یا بخشش) ورکړي، نو پلار ته مې درنده تمامه شوه او دا کار یې یو کال وځنډاوه، بیا یې پریکړه وکړه چې غوښتنه یې ومني، او نعمان زوی ته یې بخشش ورکړي، نو هغې وویل: تر هغه پورې نه راضي کېږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته دې ورکړي دي، نو پلار مې زما لاس ونیوه، پداسې حال کې چې زه هغه مهال کوچنی هلک وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی او ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور؛ د رواحه لور، خوښ ګڼي چې ته پر هغه څه شاهد شې چې ما د دې زوی ته ډالۍ کړي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه هم لرې؟ هغه وویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا ټولو ته دې همدومره څه ورکړي دي؟ هغه وویل: نه. نو هغه وفرمایل: «پس ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم او نابرابرۍ نه شاهد کېږم». او د مسلم په روایت کې راځي چې د رټلو په موخه یې هغه ته وویل: پر دې ظلم زما پرته بل څوک شاهد وګرځوه.