رافع بن خدیج رضي الله عنه وایي چې هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ذو الحلیفه کې وو، نو خلک وږي شول، په داسې حال کې چې له مشرکانو څخه یې اوښان او پسونه په غنېمت نیولي وو، نو د غنېمت له وېش مخکې یې بیړه وکړه، څاروي یې حلال کړل او پرته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اجازه وغواړي دیګونه یې باندې کړل، دا په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډلې په ورورستۍ برخه کې راروان و، نو کله چې هغه صلی الله علیه وسلم خبر شو نو د دیګونو د چپه کولو امر یې وکړ، تر څو یې خوروا توی شي، بیا یې د هغوی تر منځ غنیمتونه ووېشل، نو د یو اوښ په مقابل کې یې لس پسونه وټاکل، پدې حال کې یو اوښ وتښتېد، نو دوی یې له رانیولو عاجز شول، ځکه لږ شمېر آسونه یې درلودل، نو یو سړي په نیزه وویشت، تر دې چې الله ورته اوښ مهار کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کورني حیوانات لکه د وحشي ژوو په څېر طبیعت لري، نو هغه چې پر تاسو زورور شول او تاسو یې له رانیولو عاجز شوئ نو داسې کار ورسره وکړئ. رافع بن خدیج وویل: سبا ته له دښمن سره د مخ کېدو شونتیا شته، نو موږ وېره لرو که په تورو حلالې وکړو پڅې به شي، حال دا چې حلالې ته سخته اړتیا ده، او موږ چړې او چاقوګان نه لرو، نو آیا کولی شو د دورمې په تېرو لرګیو حلاله وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر هغه شی چې په زیاته کچه وینه وبهوي، په څاروي د الله نوم یاد شي او پرته له غاښ او نوک په بل شي حلال شي چې په اړه به یې معلومات درکړم (نو هغه وخورئ) ځکه غاښ هډوکی دی، او نوک چې دی نو د حبشې کافران یې کاروي.