له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د اوښانو پالنه پر غاړه درلوده، نو زما نوبت راغی، ما ماښام مهال اوښان د پېولو لپاره خوشي کړل، هلته مې رسول الله صلی الله علیه وسلم پداسې کې ولید چې خلکو ته یې خبرې کولې، نو د هغه دا خبرې مې واورېدې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ». هېڅ مسلمان نشته - چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا ولاړ شي او د زړه له تله او د اندامونو په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړي- مګر دا چې جنت ورته ضامن دی» وایې نو ما وویل چې: دا څومره ښه کار دی، ګورم چې زما مخې ته یو بل تن وویل: له دې نه هغه مخکینی یې ډېر ښه و، نو ومې لیدل، ګورم چې عمر دی، ویې ویل: ما ولېدل چې ته لږ مخکې راغلې، ویې ویل: «له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي». صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خبرو پر مهال دوه لوی فضیلتونه بیان کړل: لومړی دا چې: چا په سمه توګه ادوس وکړ او په مسنونه طریقه یې بشپړ کړ، هر غړي ته یې خپله اندازه د اوبو حق ورکړ او بیا یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا عبد الله ورسوله؛ یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، مګر دا چې د جنت اته دروازې به ورته خلاصې شي او له هرې دروازې چې وغواړي ترې به ورننوځي. دویم: چا چې دا بشپړ اودس وکړ او د دې اودس پسې یې د زړه له اخلاصه په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړ؛ خپل مخ او د بدن ټول غړي یې الله ته په سجده کړل، نو جنت ورته واجب شو.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی لوی فضل چې په لږ عمل سره ډېر اجر ورکوي.
  • د بشپړ اودس کولو مشروعیت او ورپسې په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ کول، او هغه اجر چې پدې سره تر لاسه کیږي.
  • په ښه توګه اودس او ورپسې دغه ذکر کول جنت ته د ننوتلو له اسبابو څخه دي.
  • دا ذکر ویل غسل کوونکي ته هم مستحب دي.
  • د خېر کارونو کولو او خپرولو ته د صحابه کرامو لېوالتیا او پدې او د ژوند په چارو کې یې یو له بل سره همکاري.
  • له اوداسه نه وروسته په ذکر کولو سره د زړه اخلاص او او له شرک څخه پاکوالی حاصلېږي، همدا رنګه په اوداسه سره بدن له ښیرو څخه پاکېږي.