explain-icon

تشریح

ځینې وختونه به چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس کاوه نو د اودس هر غړی به یې یو یو ځل وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي - او لاسونه او پښې یو یو ځل، او - په اوداسه کې - همدا واجب اندازه ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د غړو یو ځل مينځل واجب او تر هغه زيات مستحب دي.
  • کله کله د غړو مینځل یو یو ځل هم جایز دي.
  • د سر په مسح کولو کې شرعي طریقه یو ځل مسح کول دي.