لقیط بن صبرة رضي الله عنه وايي چې هغه او د هغه د قوم؛ بني المنتفق نور خلک نبې صلى الله عليه وسلم ته استازي ورغلل، وایي: موږ هغه په خپل کور کې ونه موند، خو موږ د مومنانو مور عایشة رضي الله عنها ومونده، هغې امر وکړ چې موږ ته له وړو او غوړیو څخه حلوا چمتو شي او مونږ ته یو طبق یا قاب راوړلی شو چې خرما پکې وې. بیا وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او ویې ویل: "آیا تاسو ته کوم خواړه وړاندې شوي دي"؟ موږ وویل: هو، لقیط وویل: پداسې حال کې چې موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، د نبي صلى الله عليه وسلم د رمې شپون راغی چې رمه یې پنډغالي ته روانه کړې وه، او په غېږ کې یې یو وزګوړۍ وه چې رمباړې یې وهلې، نو هغه وویل: څه شی یې وزېږګاوه؟ هغه وویل: ښځینه. ویې ویل: نو پر ځای یې موږ ته غټ پسه حلال کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ګمان مه کوئ چې ستاسې لپاره مو هغه پسه حلال کړ، موږ ۱۰۰ پسونه لرو، او نه غواړو چې شمېر یې له دې څخه زیات شي، نو کله چې نوی بچی وزېږېږي، پر ځای یې موږ یو حلال کړو، لقیط وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! زما د ښځې ژبه اوږده ده او پوچې ویناوې کاروي، څه ورسره وکړم؟ هغه وفرمایل: طلاقه یې کړه. هغه وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! هغه ما سره اوږده ملګرتیا لري او زه ترې اولادونه لرم. هغه وفرمایل: نصیحت ورته وکړه، نو که خېر پکې وي په نصیحت به دې عمل وکړي، او که ستا پر نصیحت یې عمل ونه کړ داسې وهل ورکړه چې زیانمنه نه شي، او داسې یې مه وهه لکه څنګه چې خپل غلامان وهې. بیا لقیط وویل: اې د الله رسوله! ماته د اودسه په اړه خبر راکړه. هغه وفرمایل: د اوداسه پر مهال اوبه اندامونو ته ښې ورسوه، او هر غړي ته یې حق ورکړه، هېڅ یو فرض یا سنت یې مه پرېږده، د لاسونو او پښو د مېنځلو پر مهال دې ګوتې پرانیزه، او په پوزه کې اوبو کش کولو او بېرته رایستلو کې زیاته مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه وې، چې اوبه دې معدې ته لاړې نه شي.