له عبد الله بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)
صحيح دی - بخاري روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې ځینې وختونه اودس کاوه د نو اودس هر غړی به یې دوه دوه ځلې وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي - او دواړه لاسونه او دواړه پښې دوه دوه ځلې.
د حديث له ګټو څخه
د غړو وینځل یو یو ځل واجب دي او کوم چې لدې څخه زیات شي نو مستحب عمل دی.