رسول الله صلی الله علیه وسلم د شیطان حالت او د هغه چا سره د مبارزې په اړه خبر ورکوي چې غواړي د شپې یا سهار لمانځه لپاره پاڅېږي. نو مؤمن انسان چې کله ویده شي، شیطان یې څټ یعنې: د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي. کله چې مؤمن له خوبه راویښ شي او د الله جل جلاله ذکر وکړي او د شیطان وسوسې ونه منې؛ نو یوه غوټه خلاصه شي. او کله چې اودس وکړي دویمه خلاصه شي. او که پاڅېده لمونځ یې وکړ دریمه غوټه هم خلاصه شي، نو تازه او پاکیزه راپاڅیږي، او خوشحاله وي پدې چې الله تعالی د بندګۍ توفیق ورکړ، او پدې چې الله تعالی ورسره د اجر او بخښنې ژمنه کړې ده، سربېره پر دې د شیطان له غوټو او تړلو یې هم خلاص کړ، که نه نو مردار به پروت وی، زړه به یې خفه و او د خیر او نیکۍ په کارونو کې به سست وی؛ ځکه چې د شیطان په زنځیرونو تړلی او د رحمن ذات له نږدې کیدو به لرې وی.