رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د یادوونکي او د هغه د نه یادونکي تر منځ توپیر داسې بیان کړی لکه د ژوندي او مړي تر منځ د ګټې رسولو او ښایسته مظهر په لحاظ توپیر، نو د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي د هغه ژوندي انسان په څېر دی چې ښکاره یې د ژوند په رڼا او باطن یې د علم په رڼا ښکلی او ګټور وي، او د هغه چا مثال چې الله نه یادوي، د هغه مړي په څېر دی چې ظاهر یې بې ګټې او باطن یې باطل وي او هېڅ ګټه پکې نه وي. همدا ډول هغه کور چې اوسېدونکي یې الله یادوي ژوندی بلل کېږي، که نه نو هغه مړ کور دی ځکه چې اوسېدونکي یې د الله له یادولو نه سست دي؛ که څه هم په حدیث کې د کور یادونه په مړي او ژوندي کور سره شوي ده خو موخه ترې د کور اوسېدونکی دی.