رسول الله ﷺ اووه ډوله مؤمنانو ته زېری ورکړی، چې الله تعالی به هغوی د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي: لومړی: هغه واکمن چې په خپل نفس کې عادل وي او فاسق نه وي، د خپل رعیت په منځ کې انصاف کوي او ظلم نه کوي؛ دا هغه څوک دی چې د مسلمانانو لویه واکمني لري او هر هغه څوک چې د مسلمانانو له چارو څخه څه په واک کې لري او انصاف پکې کوي، هم دې درجې ته ور شاملېږي. دویم: هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي او خپله ځواني او قوت یې پکې مصرف کړی وي، تر دې چې په همدې حالت کې وفات شوی وي. درېیم: هغه سړی دی چې زړه یې له جومات سره تړلی وي، کله چې ترې ووځي، تر هغه پورې چې بېرته ورته راوګرځي، د جومات سره د سخت محبت، ډېر تګ راتګ او دوامداره زړه نیوي له امله، که څه هم بدن یې له جوماته بهر وي. څلورم: دوه هغه کسان چې هر یو د بل سره د الله لپاره رښتینې مینه ولري، او د دیني محبت پر بنسټ دوام ورکړی، او دا مینه د دنیاوي خنډ له امله پرې نه کړي، که سره یو ځای شوي وي یا نه، تر هغه چې مرګ یې جدا کړي. پنځم: هغه سړی چې یوې د نسب، شرف، مقام، مال او ښکلا خاوندې ښځې ځان ته د بدکارۍ لپاره بلنه ورکړې وي، خو هغه ترې انکار کړی وي او ورته یې ویلي وي چې: زه له الله نه وېرېږم. شپږم: هغه سړی چې لږه یا ډېره صدقه یې ورکړې وي، او ریا یې پکې نه وي کړې، بلکې پټه کړې یې وي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي چې ښي لاس یې څه ورکړي دي. اووم: هغه سړی چې الله راپه زړه کړي، یا په ژبې سره يې یاد کړي، په داسې ځای کې چې له خلکو لرې وي، نو د الله له وېرې او د هغه له تعظیمه یې سترګې راډکې شي.