explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکو ته امر کوي چې خپل صفونه سم کړي او تېر او بېر سره ونه دریږي او دا چې د صفونو سموالی د لمانځه له بشپړتیا او کمال څخه دي، او د صف په ګوږوالي کې ګډوډي او نېمګړتیا ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د هر هغه شي د خيال ساتلو مشروعيت چې لمونځ پوره کوي او له نيمګړتياو څخه يې ساتي.
  • په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.