رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت د ورځې د نږدې کېدو له نښو څخه یوه دا ده چې خلک به د جوماتونو په جوړولو کې د ښکلا او آرایش پر سر یو پر بل فخر کوي، یا به په جوماتونو کې د دنیوي چارو په اړه فخر کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه یوازې د الله د یادونې لپاره جوړ شوي دي.