له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک یو جومات ته لاړ شي او په هر وخت کې د هر غرض لپاره ورننوځي نو باید چې له کیناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي، چې دې دوه رکعتونو ته تحیة المسجد وایي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • جومات ته د ننوتو پرمهال له کېناستو څخه مخکې دوه رکعته تحیة المسجد لمونځ کول مستحب دي.
  • دا (حکم)د هغه چا لپاره دی چې غواړي کیني، نو که څوک جومات ته ننوت او له کېناستلو مخکې بېرته راووت دا حکم د هغه لپاره ندی.
  • کله چې لمونځ کوونکی جومات ته پداسې حال کې ننوت چې خلک په لمانځه ولاړ وو او د هغوی سره په لمانځه کې داخل شو، نو دوه رکعته لمونځ پرې نشته.