نبي صلی الله عليه وسلم په خپل مسجد کې د خپلو اصحابو سره ناست و، چې یو بانډه چي سړی له بانډې څخه راغی او د جومات په یوه څنډه کې د متیازو کولو لپاره کېناست. نو صحابو وراټه او ورته یې وفرمایل: ودرېږه، او دا کار ونه کړې. نبي صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "هغه پرېږدئ، چې خپلې متیازې وکړې، نو هغوی پرېښود، تر څو یې کار خلاص کړ. بیا نبي صلی الله عليه وسلم راوغوښت او ورته یې وویل: دا جوماتونه د دې متیازو او ککړتیاوو لپاره نه دي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله جل جلاله د ذِکر، لمونځ، او دقرآن کریم لوستلو او داسې نورو کړنو لپاره دي. بیا نبي صلی الله عليه وسلم له اصحابو څخه یو ته امر وکړ چې یو ډک سطل اوبه راوړي او د متیازو پر ځای یې واړولې.