explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځونو څخه ډېر ثواب لري، پرته له مسجد الحرام څخه چې په مکه مکرمه کې دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په پرتله هلته لمونځ کول غوره دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په مسجد الحرام او مسجد النبوي کې د لمانځه د ثواب څو چنده والی.
  • په مسجد الحرام کې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله له سلو زرو لمونځونو څخه غوره دی.