عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مسجد له ودانۍ څخه یې بڼې بدلون مونده، نو مسجد له ښختو څخه جوړ و او چت یې د خرما له پاڼو څخه، خو عثمان رضي الله عنه غوښتل چې په ډبرو او ګچ سره یې جوړ کړي، نو عثمان رضي الله عنه هغو ته وويل چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړي، پرته لدې چې ځان ښودنه او شهرت یې موخه وي، نو الله تعالی به هغه ته د هغه د کار له جنس څخه غوره بدله ورکړي، چې هغه بدله هغه ته د الله تعالی لخوا په جنت کې د کور جوړول دي.