عبد الله بن زید رضي الله عنه په فزیکي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس طریقه بیان کړه. نو د اوبو یو وړوکی لوښی یې راوغوښت، د لاسو په وینځلو یې پیل وکړ، بیا یې لوښی راکوږ کړ او اوبه یې ترې راتوی کړې او لاسونه یې د لوښی نه د باندې درې ځلې ووینځل. بیا یې په لوښي کې لاس ښکته کړ، نو درې لپې یې ترې راډکې کړې او د هرې لپې سره به یې خوله او پوزه وینځله او بېرته به یې سوڼ کوله، بیا یې د لوښي څخه لپه راډکه کړه او خپل مخ یې پرې درې ځلې ووینځه. بیا یې ترې لپه راډکه کړه او دواړه لاسونه یې تر څنګلو پورې دوه دوه ځلې ووینځل. بیا یې لوښي ته لاس کوز کړ (لوند یې کړ) او په دواړو لاسونو سره یې سر مسح کړ، داسې چې د سر له پېل څخه یې مسح پيل کړه تر دې چې شاته ورسیده یعنې د ورمېږ تر پورته برخې پورې، بیا یې بېرته راواپس کړل تر دې چې هغه ځای ته راورسېده چې مسح یې ترې پېل کړې وه. بیا یې دواړه پښې له ښنګرو سره ووینځلې.